د زابل ولایت اوسیدونکو او دولتي چارواکو د شورویانو دماتي ورځ ولمانځله

راپور: نثار احمد څپاند

دغه پراخه غونډه چي د کلات ښاروالۍ د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، پکښي د زابل دولتي چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او سلګونو عامو خلکو برخه اخیستي وه.

د دي ولایت مرستیال والي رحمت الله یارمل په خپله پرانیستونکي وینا کي وویل، چي په افغانستان کي د شورویانو ماته د افغانانو د تاریخ ویاړلي کارنامه ده چي د ډیرو قربانیو په ورکولو یې تر لاسه کړې ده.

نوموړي وویل، د جهاد په وختونو کي د زابل ولایت مجاهدینو د نورو ولایتونو په نسبت پیاوړی او زړور وه او ډېري قرباني یې ورکړي چي ټول هیوادوال یې په قدر پوهیږی او مننه ځني کوي.

یارمل زیاته کړه، چي د افغان مجاهدینو له لوري ورکول سوی قربانۍ د اوسني نظام د جوړیدو سبب سوي دي خو اوس باید هماغه مجاهدین د سولی یووالي او د هیواد د پرمختګ په لاره کي کار وکړي.

د زابل ولایت یو شمیر قومي مشرانو او مخورو هم په خپلو خبرو کي وویل، چي د افغانانو جهاد ګاونډي هیوادونه او ټوله نړۍ د شوریانو له یرغل څخه وساتل او هغوی ته یې کلکه ماته ورکړه.

دوي وویل، چي د مجاهدینو د قربانیو باید قدر وسي هغوی ته په دولتي چارو کي پوره برخه ورکړل سي او د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وسي.

ویناوالو ټینګار وکړ څنګه چي افغانانو په سپيڅلي جهاد کي شورویانو ته ماته ورکړه اوس باید پنجابیانو او نورو هغو هیوادونو ته هم غاښ ماتونکی جواب ورکړي چي زموږ په هیواد کي بې ځایه مداخله کوي او ځوانان مو جګړي ته هڅوي.

د زابل ولایت اوسیدونکي په داسي حال کي له افغانستان د شوروی یرغلګرو ځواکونو د تيښتي کلیزه لمانځي چي لا هم د شوروي د اشغال له وخته را پيل سوې جګړه پای ته نه ده رسیدلي او په میلیونونو افغانان اوس هم په بهر کي مهاجر دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...