د روژې په رارسیدو سره د زیاتو او ناسمو خوړو له کبله د کندهار په میرویس روغتون کي د ناروغانو شمیر زیات سوی دی

راپور

روغتیاپالان وايي، د روژي په میاشت کي زیات خوراک او د نشيي موادو استعمال د بیلا بیلو ناروغیو لامل کیږي چي خلک باید خپلي روغتیا پاملرنه وکړي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسٔولین وايي، د روژې په میاشت کي خلک باید د زیاتو او ډول ډول خوړو سګریټو او چلم څکولو څخه ډډه وکړي.

ډاکټر احمدالله فیضي زیاتوي، چي په دغه میاشت کي زیات خواړه خوري او نشيي موادو استعمال انسان ته د معدې، کلمو، نه هضم، او نوري ناروغۍ پيدا کوي.

نوموړي خلکو ته لارښونه کوي چي په دغه میاشت کي خپلي روغیتا پام وکړي او په وقفه يې شکل کم خوراک وکړي.

د کندهار په میرویس روغتون کي د داخله ناروغیو مسٔول ډاکټر عزت الله نیکزاد وايي، چي د روژې میاشتي د تیرو دریو ورځو  راهیسي د زیات خوراک له امله دوی ته شاوخوا دیرش تنو ناروغانو مراجعه کړې، چي ډیر يې د اسهال او معدې په ناروغي اخته وه.

د هغه په خبره میرویس روغتون د روژې په میاشت کي هم د روغانو د درملني لپاره بشپړ چمتوالۍ لري خو خلک دي د ښې روغتیا لپاره له احتطاط څخه کار واخلي.

روغتیا پالان توصیه کوي چي دروژي په میاشت باید تر ډيره تازه خواړه وخوړل او په خوړو کي د مسالو او نورو ښایسته کوونکو رنګونو څخه استفاده ونه کړل سي.

د دوی په خبره روژه د انسان د هضي سیستم د استراحت وخت دی او باید په دغه میاشت کي ورته ښه پاملرنه وسي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...