د روژې مبارکه  میاشت او په ښار کي د توکو ګران نرخونه خلک اندېښمن کړي

راپور:  بشیراحمد فیضان

دوی وايي، د ښار د نرخونود کنټرول لپاره هیڅ اداره مسؤلیت نه ادا کوي خو ښاروالۍ وايي، د ازاد بازار له لاري دغه موضوع څاري.

په اسلامي هیوادونو کي معمولآ د روژې مبارکي میاشت په راتګ سره خلک صدقې باسي او په خپلو پروشاتو کي ارزاني راولي خو په افغانستان په خاص ډول کندهار کي برعکس دغه نرخونه څو برابره لوړیږي.

د کندهار اوسیدونکي له پلورونکو غواړي چي په دې کمزوري اقتصادي هیواد کي د خلکو سره په راکړه ورکړه کي انصاف وکړي.

دوی وايي، حکومتي ادارې خو له لویه سره هم د ښار د نرخونو کنټرول نه کوي او باید پلورنکي خپله په دې برخه کي د خلکو لاسنیوی وکړي.

د کندهار اوسیدونکي دغه راز وايي، د احتکار څخه هم باید ډډه وسي او راکړه ورکړه باید شفافه وي.

دوئ وايي ځيني دوکانداران خوراکي توکي رانیسي او بیا يي د لوړ نرخ د پلورو په نیت اختر ته ساتي چي دا کار د شرعي لحاظه ناروا دي.

د کندهار دغه اوسیدونکي په ټينګار سره له دوکاندارانو څخه غواړي چي په خپل پلور کي تخفیف راولي.

خو د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرکند د ښار لوړ نرخونه نه ردوي او زیاتوي، چي ځيني پلورنکي بې انصافه دي خو زیاتوي، چي د ازاد رقابت له مخي خلکو ته خوښه ورکړل سوې ترڅو د ښار نرخونه په خپلو سیالیو سره راکښته کړي.

هغه وايي، د ښاورالۍ د حفظ مراقبت ګروپ اخته دی ترڅو د ښار د نرخونو کنټرول ته کسان پیدا کړي.

روژه که څه هم د ثوابونو میاشت ده خو د انصاف څخه لیري کسان په دغه میاشت کي هم پر خپلو هیوادوالو ګټي کوي.

دیني علما وايي، که په دغه میاشت کي له انصافه پرته فیصله او دوکه وسي نو د هغه انسانانو عبادات نه قبلیږي.

دوی له خلکو غواړي چي د خپلو هیوادوالو لاس نیوی وکړي او د غریبو کورنیو سره مرسته وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...