راپور: اجمل وصال
داځل سمونوال معروف احمدزي د اروزګان د امنیې قومندان په توګه د پولیسو مشري په غاړه اخلي.
د روزګان والي، او په سوحل کي د پولیسو د ۴۰۴ میوند زون مشر نوی ټاکل سوی قومندان د پولیسو په لیکو باتجربه شخص یاد کړ او هغه ته یې په چارو کې د بریا هیله وکړه.
دوی د مخکني امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي هم مننه وکړه چي په سختو شرایطو کي یې د ولسوالیو د سقوط مخنیوی وکړ.
د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو له نوي ټاکل سوي امنیه قومندانه وغوښتل چي دلته سته امنیتي وضعیت کابو او په ښارکي د روانو خپل سریو مخنیوی وکړي.
خو نوي ټاکل سوي امنیه قومندان ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به د فساد پر وړاندې مخنیوی کوي، زورواکي به د قانون منګولو ته سپارې او د پولیسو په لیکو کي به اصلاحات راولي.
دا په تیرو دریو کلونو کي د اروزګان لپاره اووم امنیه قومندان دی چي ټاکل کیږي خو لاهم دلته امنیتي وضعیت خراب او هره ورځ وسله وال د ولسوالیو پر مرکزونو ډله ایز بریدونه کوي.