د دولتي پوهنتونو استادانو درسي اعتصاب پيل کړی

د افغانستان د پوهنتونو داستادانو اتحادیه وایي، دوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چي د ملکي لوړو زده کړو د قانون ۳۵ ماده تطبیق کړي.
ددوی په خبره له میاشتو او کلونو راهیسي د کادري غړو د امتیازاتو لپاره له قانوني لارو اړوندو ادارو ته تللي دي خو تل ژمني ورسره سوي او عملي سوي نه دي.
د استادانو اتحادیه وایي، سره له دې چي دا پرېکړه ورته سخته ده، خو دوی د حکومتي مسوولینو له لوري اړ سوي چي په اعتصاب لاس پورې کړي. د افغانستان د پوهنتونونو استادان له کلونو راهیسې د خپلو قانوني امتیازاتو د اخیستو لپاره له حکومت سره په بحثونو لګیا دي، خو ان تر ولسمشره پورې ټولو ورسره د قانون د عملي کولو ژمنه کړې خو تر دې دمه عملي سوی نه دی. د پوهنتونونو استادان وايي، تر هغه چي ددوی ږغ وا نه ورېدل سي، دوی به په ټول افغانستان کې خپل درسي اعتصاب ته ادامه ورکوي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...