د خوست یو شمېر سوداګر وایي، په ښار کي د د فاع وزارت ځمکه چي دوکانونه پکښي اباد سوي دي، په ناقانونه توګه په لوړ قرارداد داوطلبۍ ته ورکول کیږي

راپور: سردار زیارمل

د خوست ښار د مختلفو صنفونو دوکانداران او سوداګر راټول سوې دي او د هغه څه له امله اندیښنه څرګندوي، چي په ښار کي د دفاع وزارت اړوند ځمکه چي څلور زره دوکانونو پکښې اباد سوي دي، په لوړ قرارداد داوطلبۍ ته ورکول کیږي.

دوی وايي، دا یې  په زیان دی او داسي اندیښنې هم موجودې دي، چي کرایې  به یې لوړي سي او یا به یې دوکانونه بل چا ته ورکړل سي.

دغه سوداګر وایي، ډېر دوکانداران کمزوری اقتصاد لري او که له دوکانونو وایستل سي، ډېر زیان به وویني.

هغوی غوښتنه کوي، چي له دوی سره دي قانوني چلند وسي او زیاتی دي ورسره نه کیږي.

په همدې حال کي د خوست مستوفي وایي، په ښار کي د دفاع وزارت اړوند ځمکه چي  دوکانونه پکښي موجود، ځمکه یې هر درې کاله وروسته داوطلبۍ ته وړاندي کیږي.

هغه وایي، اوس هم یاده ځمکه په قانوني ډول داوطلبۍ ته وړاندې کیږي او هیڅ داسي څه نسته چي له مخي دي اوسني دوکاندارانو ته د وتلو ویل سوي وي.

خوست کوچنی خو اقتصادي ښار دی، دلته ډېر کله د ښاروالۍ او نورو ارګانونو دوکانونو پر سر لانجې راپورته کیږي.

د دفاع وزارت د ملکیت اړوند په یاد برخه کي شاوخوا ۴۰۰۰ هټۍ جوړي سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...