د خلګو نظر، سوله که ولسمشریزي ټاکني؟

رپوټ: محمد یار مجروح

سوله او ټاکني د افغانانو دوه انتخابه چي کوم یو به لومړی وسي، لا یې هم په اړه بېلابېل نظرونه سته.

د کندهار اوسېدونکي وايي، سولي ته لومړیتوب ورکوي، خو د سولي د خبرو له پاره د حکومت په رأس کي د یوه مهم مشر موجودیت ته هم اړتیا لیدل کیږي.

دوی زیاتوي چي نور له جګړو ستړي سوي او دا بهتره بولي، چي تر ټاکنو دمخه د سولي پروسه بریالۍ اعلان سي، خو غوښتنه یې داده چي د سولي پر مختګونه دي د عام ولس سره شریک سي.

خو یو شمېر کسان بیا به په دې نظر دي، چي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني قانوني دوره نوره پایته رسېدلي ده او دا اړینه ده، چي د حکومت په رأس کي یو داسي کس وجود ولري، چي د سولي خبري ریښتني او یقیني کړي او دغه مزل نور را لنډ کړي.

دا روښانه خبره ده چي ډېر افغانان تر ټاکنو سولي ته لومړیتوب ورکوي،  خو له یوې خوا د سولي د خبرو تر څنګ د جګړو زیاتوالی او له بلي خوا د سولي پېچلي خبري چي د بندو دروازو شاته رواني دي، خلګ يې پر حکومت بې باوره کړي او زړه نازړه دي چي څه به کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...