لاریون کوونکو له څو اونیو راهیسي د اقینې او نورو مهمو بندرونو لاري له مرکز کابل سره تړلي وې.
دې مسئلې په بازارونو کي د توکو بیې لوړي کړي او سوداګرو ته یې سلګونه زره ډالره زیان واړاوه.
خو پرون د ولسمشر لومړی مرستیال کابل ته راغی او لاریون کوونکو ته یې وویل، چي لاري د سوداګرو پر مخ پرانیزي.
د هغه له غوښتني وروسته لاریون کوونکو لاري پرانیستي دي او د موټرونو تګ راتګ پیل سوی دی.
له سیمې راپورونه وايي چي په اقینه او حیرتان بندر کي کارونه پیل سوي دي او موټرونو هم خپل تګ راتګ پيل کړی دی.