د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پیښه د سې شنبې په ماښام ناوخته رامنځته سوې ده او په ترڅ کي یې ۷ تنه امنیتي سرتېرو خپل ژوند لا لاسه ورکړی.
د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري تائید کړه، چي د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته د وسله والو د برید په ترڅ کي ۷ سرتېري وژل سوي.
نوموړي زیاته کړه، چي د برید په ترڅ کي لږ تر لږه ۱۵ تنه امنیتي سرتېري ټپیان هم سوي دي.
د ښاغلي نظري په وینا، ښایي د وژل سویو سرتېرو شمېر زیات سي ځکه د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت خراب دی.
د دولت ضد وسله والي ډلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.