((د امریکايي او افغان هوايي ځواکونو غیري قانوني بریدونو نفرت زیږولی))

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي، چي امریکايي او افغان ځواکونو په وار وار په غیر قانوني توګه هوايي بریدونه کړي دي، ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده خو ددغه بریدونو په اړه یې هېڅ ډول څېړني نه دي کړي.

ددغه ادارې یوې څارنوالي پتریشیا ګاسمن په تازه خپاره کړي راپور کي ویلي، چي افغان او امریکايي ځواکونو د ننګرهار، کندوز، لوګر په ګډون په ګڼو ولایتونو کي داسې هوايي بریدونه کړي دي چي ملکي وګړو ته یې پکښې مرګ ژوبله اړولې ده خو وروسته یې په اړه هېڅ ډول څېړنې نه دي کړې.

د ګاسمن په وینا هر کله چي امریکايي یا افغان هوايي ځواکونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، بیا یې د پېښي د څېړنې ژمنه کړې خو عملي کړې یې نه ده.

د نوموړي په وینا همدې مسئلي د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه کړې ده او د افغان حکومت او امریکا پر وړاندي د خلکو کرکه پارېدلې ده.

دغه نړیواله اداره وايي، چي د افغان او امریکایي ځواکونو په ورته غیر قانوني هوايي بریدونو کي ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه سوې، بشري حقونو تر پښو لاندي سوي او اړتیا ده چي په دې برخه کي امریکا او افغان حکومت جدي پاملرنه وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...