امريکايي رسنۍ وايي، چي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري، چي ژر د ايران له اتومي هوکړي ووځي. که نوموړي هوکړه تاييد نه کړه، د امريکا کانګريس به پر ايران د اقتصادي بنديزونو لګولو پرېکړه کوي.
ولسمشر ټرمپ د اکتوبر تر ۱۵ پوري وخت لري، چي په دې اړه پرېکړه وکړي. تېر کال د ټاکنيز کمپاين پر مهال نوموړي له دغي هوکړي سره کلک مخالفت کړی و. ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ د امريکا له پوځي مشرتابه سره د تصويرونو اخيستو پر مهال ويلي وه، دا له توپانه مخکي چوپتيا ده، خو په دې تړاو يې نور جزيات نه دي ويلي.
داسي ګومان کېده، چي د نوموړي دغه خبري له شمالي کوريا سره د تاوتريخوالي ډېرېدو ته اشاره کوي، خو هغه کسان چي په دې اړه معلومات لري، وايي، د ولسمشر ټرمپ اشاره ايران ته وه.