د الجزاير ولسمشر تر درملني وروسته بیرته خپل هیواد ته ستون سو

هغه الوتکه چي ٨٢ کلن عبدالعزیز بوتفلیقه پکښي و، پرون يکشنبه د الجزاير د پلازمېني په جنوب د بوفرايک پر پوځي هوايي ډګر کښېناستله.

دى دوه اوونۍ د سويس په يوه روغتون کي بستر و.

عبدالعزیز بوتفلیقه په‌داسي حال کي خپل هېواد ته ستون سو چي د جمهوري رياست د پنځمي دورې لپاره د ده پر کانديداتورۍ د اعتراض له کبله مظاهري سوې دي.

پرون يکشنبه هم د الجزاير په پلازمېنه او ځينو نورو ښارونو کې مظاهرې روانې وې او زيات پلورنځي تړلي وو.

بوتفلیقه له ١٩٩٩میلادي کال راهيسي په الجزاير کي په واک کي دى.

دى په ٢٠١٣میلادي کال کي مغزي سکته وکړه، له هغي راهيسي په عام محضر کي لږ راڅرګندېږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...