د افغانستان ولسمشر د قاطع د ملاتړ ماموريت عملياتي مرستيال ته د ميربچه خان مډال ورکړ

جمهوري رياست وايي، محمد اشرف غني پرون ماښام د کرستوفر هاس، د خداى پامانۍ په کتنه کي د هغه کارونه او همکارۍ وستايلې.

د ارګ په اعلاميه کي راغلي چي ولسمشر غني د يوه فرمان له لارې د قاطع ملاتړ د ماموريت عملياتي مرستيال ته د ميربچه خان مډال ورکړ.

په دغه فرمان کي راغلي چي کرسټوفر هاس په افغانستان کي د خپل ماموريت پرمهال د ستراتيژيک ملاتړ، د اسانتياوو برابرولو، د اړيکو غښتلي کولو او ارزښتمنو سلا مشورو په ګډون له افغان دفاعي ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کي اغېزناک خدمات کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...