د فدراسیون د معلوماتو له مخې، مقدر قاضي زاده سره د هندوستان Quarts FC کلب د ۸ میاشتو تړون لاسلیک کړ او نوموړی له یاد کلب سره ملګری سو.
د هندوستان دغه کلب چي په ۱۹۷۶ کال کي جوړ سوی دی، روزنه یې له ۲۰۱۲ کال راهیسي المانی فرانک برینر په غاړه لري او د پریمیر لیګ په سیالیو کي لوبي کوي.
مقدر قاضي زاده د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي په ګټه هم لوبېدلی دی او د هغه لوبډلي غړی هم و چي په ۲۰۱۳ کال کي یې د اسلامالدین امیري په کپتانۍ کي افغانستان ته د سویلي اسیا لومړۍ اتلولي وګټله.
دغه افغان لوبغاړی د ملي لوبډلي تر څنګ د افغانستان په بېلابېلو فوټبال کلبونو کي لوبېدلی دی او اوسمهال د افغانستان په فوټبال غوره لیګ سیالیو کي د عقابان هندوکش لوبډلې غړی دی.
دغه ۳۰ کلن لوبغاړي د ۲۰۰۹ کال راهیسي د کابل بانک، فیروزي، شاهین اسمایي او د سپین غربازان لوبډلې په ګټه په ۱۹ سیالیو کې لوبېدلی او ۶ ګولونه یې ترسره کړي دي.