د افغانستان شمالي کي د جوزجان ولایت ځايي اداره او وسله وال طالبان وايي، په دغه ولایت کي داعش وسله واله ډله له منځه لاړه

 

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ویلي، چي د وسله والو طالبانو او داعش څو ورځنیو جګړه کي طالبانو ځیني سیمي له داعش نیولي او تر دوو سوو داعشیان حکومت ته تسلیم سوي دي.

د هغه په خبره، په جګړه کي د طالبانو او داعش سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده..

وسله وال طالبان هم رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کي وايي، چې څو ورځنیو عملیاتو کي یې، د درزاب ولسوالۍ د سردرې په شمول ټولي اړوند سیمې یو په بل پسي له داعش نیولې دي.

د طالب ویاند په خبره د دغو عملیاتو په جریان کي تر ۱۵۳ تنو داعشیان وژل سوي، له ۱۰۰ ډير ټپيان سوي او تر ۱۳۴ تنو د طالبانو لخوا ژوندي نیول سوي دي.

طالبان دا هم وايي، چي ۱۷ وسله وال یې وژل سوي او ۱۳ ټپيان دي.

وسله وال طالبان هم مني چي د داعش په لسګونو غړي حکومت ته تسلیم سوي دي.

د جوزجان د والي ویاند د دغو کسانو شمېر تر دوو سوو کسانو ښيي او وايي، چي بهرني وسله وال هم پکښي سته.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...