د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان وویل، چي په دغو سیالیو کي افغان لوبغاړو د سرو زرو او سپین زرو يو يو او د برونزو ۵ مډالونه د افغانستان په نوم کړل.
د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخي، د اسیا د کیوکېشن کراټې په ازادو سیالیو کي ۷ افغان لوبغاړو په مختلفو وزني کټګوریو کې ګډون کړي و.
د ده په خبره، دغه سیالۍ د روان کال د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې پوري د قزاقستان په استانې ښار کي تر سره سوې چي قزاقستان په کښي لومړی، ایران دوهم او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.