د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، چي په روان کال کي په فراه ولایت کي په ۱۹ زره هکتاره ځمکه کي هندواڼې کرل سوي چي له هر هکتاره یې ۳۷ ټنه هندواڼې حاصل تر لاسه کېږي.
د نوموړي په خبره، په روان کال کي په نوموړي ولایت کي د هندواڼو د حاصلاتو کچه ۷۰۰ زره ټنه وړاندوینه سوې چي ډېری حاصلات به د فراه له مرکز، پشت رود، خاک سفید او بکواه ولسوالیو څخه وي.
تېرکال په دغه ولایت کې په ۱۶ هکتاره ځکمه کي هندواڼې کرل سوي وې چي له هر هکتاره ۳۴ تڼه حاصلات تر لاسه سول.