د دغه فدراسیون رئیسې ګل جان زمرۍ رسنیو ته ویلي، چي دغه ښځينه سوداګرې د هېواد په مرکز او ولایتونو کي د لاسي صنایعو، خامک دوزۍ، مکرومه بافۍ او قلاب بافۍ په برخه کي فعالیت کوي.
د اغلي زمرۍ په خبره، ټاکل سوې افغان سوداګري ښځي د سیمي د يو شمېر هېوادونو لکه هندوستان، ازبکستان، تاجکستان او د ایټالیا په سوداګریزو نندارتونونو کي ګډون وکړي.
د نوموړي په خبره، دوی د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په ګډي همکارۍ هڅه کوي څو د سوداګرو ښځو تولیداتو ته په کور دننه او له هېواده بهر بازار پیدا کړي.
د افغانستان د سوداګرو ښځو فدراسیون اوسمهال په ټول افغانستان کي له ۴۵۰ نه ډېر غړي لري.