راپور: میلاد حمیدي
خو بل خوا ته بیا د سولي پروسې سره یو ځای سوی طالب قاري فریدون وایي، چي د طالبانو تر منځ اختلافات دي اوربند کي بې اعتمادي را منځ ته کړې.
دی وایی چي ځیني طالبان نه غواړې دا اوربند وسي.
تاج ولي د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د پوله ساتو ځواکونو په لیکو کي دنده لري، دی د ۲ ښځو او ۴ اولادنو خاوند دی.
تاج وایي، چي ۸ میاشتې کیږي کور ته نه دی ورغلی او دا ځل له اوربند څخه په استفادې غواړي اختر له خپل کورنۍ سره تیره کړي.
د طالبانو لخوا په خپره سوې اعلامیه کې ویل سوي چي اوربند د یواځې افغان ځواکونو پر وړاندې دی او د نورو وسلوالو ډلو او بهرنیانو پر وړاندي به د دوي بریدونه دوام ولري.