حامد کرزی: له سياسي او پوځي ستونزو د وتلو اساسي لار د لويي جرګې رابلل دي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، له سياسي او پوځي ستونزو د وتلو يوه اساسي لار د لويي جرګې رابلل دي.

ښاغلي کرزي په کابل کي خبري غونډي ته وويل، لويه جرګه د افغانانو يو پخواني دود دی او باور يې څرګند کړ، چي د لويي جرګې پرېکړي د ستونزو له حل سره مرسته کولای سي.

حامد کرزي وويل، لويه جرګه زموږ د هېواد تاريخي دود دی، چي ولس يې درناوی کوي، زه دا صلاحيت نه لرم، چي لويه جرګه راوبولم، خو ددې هېواد د وګړي په توګه، وړانديز کولای سم، چي لويه جرګه راوبلل سي.

حامد کرزي وويل، په مهمو مسئلو کي له ولسه مشوره اخيستل به مرسته وکړي او په جرګه کي د وسله والو طالبانو د ګډون يادونه يې هم وکړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...