حامد کرزی: د هوايي بریدونو دوام د سولي رواني هڅي زیانمنولای سي

پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کي په ننګرهار، لغمان او میدان وردګو ولایتونو کي وروستي هوایي او ځمکني بریدونه په کلکه غندلي دي. دده په وینا ړانده هوایي بریدونه او د ملکي وګړو وژل د سولي رواني هڅي زیانمنوي او اړتیا ده، چي دغه لړۍ ودرول سي.

د حامد کرزي په خبره حکومتي ځواکونه او بهرني هوایي قوتونه دي دې ته پام وکړي چي د افغانستان خلک او د سولي رواني خبري په حساس موقعیت کي دي او باید زیانمني نه سي. هغه د ملکي وګړو وژل ستر بشري او نه بخښل کیدونکی جنایت بللی دی او د پېښو د څېړنو غوښتنه یې کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...