جنرال عبدالرشید دوستم کابل ته روان سوی

د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد تهینج په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کي تائید کړه چي جنرال دوستم له ترکیې څخه د کابل په لور وخوځېد.

د جنبش ملي ګوند چارواکي وایي، جنرال عبدالرشید دوستم نن کابل ته ستنېږي او هېواد ته له راګرځېدو وروسته به جنرال دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د یاد ګوند ویاند بشیر احمد تینج وایي، د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو لپاره هلي ځلي به د ولسمشر لومړی مرستیال په لومړیتوبو کي ځای ولري.

د ښاغلي تهینج په وینا، ټاکل سوې چي نظام الدین قیصاري ډېر ژر د ملي امنیت له قید څخه ازاد سي او خپل استوګن ځای ته راستون سي.

نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چي د جنبش ملي ګوند پلویان به د وروستيو تحولاتو په وړاندي خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او د راتلونکو برنامو په اړه به په ګډه پرېکړه وکړي.

د افغانستان د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري هم پرون خبریالانو ته وویل، چې جنرال عبدالرشید دوستم به د ولسمشر لومړی مرستیال په توګه خپل کار ته ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...