د برېتانیا لومړۍ وزیره تیریزا مي له یو شمیر خپلمنځي جنجالونو او مخالفتونو وروسته پرون وتوانیده چي له خپل واکمن محافظه کاره ګوند د باور رایه ترلاسه کړي.
له دې سره به نوموړې د راتلونکي یوه کال لپاره د دې ګوند مشره وي او د لومړۍ وزیرې په توګه به هم خپلي دندې ته دوام ورکوي.
له اروپایي ټولني د برېتانیا د وتلو موضوع په دې وروستیو کي په محافظه کاره ګوند کي دننه سخت مخالفتونه راپارولي او ګوند یې ویشلی دی.
د مېرمن مې مخالفین پر هغې نیوکه کوي چي له اروپایي ټولني سره یې د برېتانیا د بیلتون په اړه مناسب تړون نه دی لاسلیک کړی او باید په دې برخه کي له اروپایي مشرانو سره له سره لا ډیري چنې ووهي.
ټاکل سوې ده چي نن پنجشنبه تیریزا می په بروکسل کي له اروپایي مشرانو سره وګوري او د سوي هوکړې په اړه ورسره خبري وکړي.
په تېره یوه اونۍ کي په ګوند دننه جنجالونه دومره ډیر سول چي د تیریزا مي مشري یې هم تر پوښتني لاندي راوسته.
خو پرون چارشنبه ناوخته د برېتیانیا په پارلمان کي د واکمن ګوند وکیلانو د لومړۍ وزیرې د برخلیک ټاکلو لپاره د رایو صندوق کښیښود.
په پایله کي یې ۲۰۰ وکیلانو د هغې د تائید او ۱۱۷ د هغي مخالفه رایه ورکړه.