راپور: نورګل اندړول
په بغلان کي له وچکالۍ زیانمنو سوو ۳۳۳۳ کورنیو سره دحیواني خوراکي توکو دمرستو لړۍ دکرني او مالدارۍ وزارت دکلپ پروژې له لوري پيل سوه .
دغه مرستي چي د یوې میاشتي په اوږدو کي به کوچیانو ته وویشل سي ۱۹۹۹۸ بورۍ د حیواناتو لپاره خوراکي توکي پکښې شامل دي چي زر میټریک ټنه کیږي .
کوچیان بغلان کي د مرستو د ویش لړۍ شفافه بولي خو وايي، چي سږ کال زیات زیانمن سوي او باید ورسره ډيري مرستي وسي.
د ولس استازي او دکوچیانو ولایتي آمریت وايي، سوې مرسته په دې ولایت کي ۷۵ سلنه د کوچیانو ستونزې حل کوي خو په ټوله کي هغه ستونزې چي دمالونو دخوراکي توکو په برخه کې دي لابه هم تریوه بریده په خپل ځای وي .
د بغلان دکوچیانو آمر امان الله احمدزی وايي، دمرستو دغه لړۍ به پنځه کاله دوام وکړي او په بیلابیلو برخو کي به کوچیان داړتیا سره سم له مرستو برخمن سي .
یاده دي وي چي بغلان کي دغه مرستي هغو اړو مالداره کسانو ته د کوچیانو امریت او د بغلان دکرني ریاست له لوري ورکول کیږي چي دژمې دپیل راهیسي کوچي سرخیلانو دیوې هراړخیزي سروې په ترڅ کي په نښه کړي وه.