بادغیس: ۱۲ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بادغيس په قادس ولسوالۍ کي د ملي اردو پنځه سرتېري وژل سوي او اووه نور ټپیان دي.

دغه څرګندوني د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بېک کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چي دغه مرګ ژوبله تېره شپه د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کي د ملي اردو پر يوه پوسته د دولت وسله والو مخالفينو د بريد پر مهال اوښتې ده.

هغه د وسله والو مخالفينو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کي په بغلان ولایت کي د سړک غاړې ماین چاودني له امله یو ملکي وګړی وژل سوی او درې نور ټپیان دي.

وسله والو ډلو تر اوسه د دواړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...