د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کي له وسله والو طالبانو سره په جګړه کي١٠ وسله وال طالبان او يو ولسي پاڅونوال وژل سوي او د ملي اردو ٢ سرتېري ټپيان شوي دي.
د بادغيس والي عبدالغفور ملکزي وويل، پېښه پرون یکشنبه ماسپښين هغه وخت وسوه چي وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کي د امنيتي قواوو پر پوستو حمله وکړه.
د والي په خبره، د دولتي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سيمې بمبار سوي چي لږ تر لږه ١٠ وسله وال طالبان پکښي وژل سوي دي.
قاري يوسف احمدي چي ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، ادعا لري چي دوه افغان پوځيان يې وژلي او شپږ تنه يې ټپيان کړي دي.