ایران: امریکا په افغانستان کي د نشه يي توکو د قاچاق، کرکیلي او کاروبار د زیاتیدو او بې ثباتۍ مسٔووله ده

ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په دیارلسم ګډ کنفرانس کي ویلي، چي په افغانستان کي د امریکا له حضور سره سم د نشه يي توکو په تولید او قاچاق کي ډېروالی راغلی دی.

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې د ادارې مشر جنرال محمد مسعود زاهدیان د افغانستان، پاکستان ایران ګډي غونډي ته ویلي چي د امریکا تر حضور وړاندېي په افغانستان کي یوازې ۲۰۰ ټنه تریاک تولېدل خو اوس دا شمېره ۹ زره ټنو ته رسیدلي ده.

زاهدیان وايي د امریکا حضور نه یوازي دا چي د نشه يي توکو کرکیله ډېره کړه بلکي په سیمه کي یې، نا امنۍ او نوري ستونزي هم رامنځ ته کړې.

دده په خبره په افغانستان کي د نشه يي توکو د تولید ډیریدل د ټولي سیمي لپاره خطرناکي پایلي لري.

تیرې دوې ورځي په پاکستان کي د نشه يي توکو پر وړاندي د افغانستان، پاکستان او ایران دیارلسمه ګډه غونډه ترسره سوه.

په غونډه کي د نشه يي توکو د کښت او تولید د کمولو پر لارو چارو، د قاچاق د مخنیوي او ددغه پدېدې پر وړاندي پر ګډې مبارزې خبري سوې دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...