د امریکا په تکزاس ایالت کې پرون جمعه په یوه ښوونځي کې لس تنه ووژل سول.
د تکزاس ایالت د هارس ولسوالۍ، ولسوال اید ګونزالز ویلي چي په سانته فې لېسه کي پر زده کونکو په پرونۍ حمله کي وژل سوي، ډېر زده کونکي دي.
د حملې په تړاو دوه تنه نیول سوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له سپینې ماڼۍ په وینا کي پرون وویل، چي د پېښي له امله سخت خوابدی دی.
د روان کال په فبرورۍ میاشت کي پر یوه ښوونځۍ په حمله کي هم۱۷ زده کونکي او ښوونکي ووژل سول.