امریکا وايي د افغانستانه داعش د دوی له پاره لوی خطر دئ

د امریکا د پوځ یوه لوړ رتبه جنرال دا ومنله چي له افغانستانه داعش متحدو ایالاتونو ته جدي خطر دئ.

دغه جنرال وویل، داعش ډله امریکا ته جدي ګواښ ده او د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅو تر اوسه دغه سخت دریځه ډله دومره نه ‌ده ځپلې چي له حملو کولو ولویږي.

هغه دغه څرګندوني امریکا ته پر لاره د جرمني په یوې پوځي اډې کي هغو خبریالانو ته چي د منځني ختیځ څو هیوادونو ته په سفر کي یې ورسره ملګرتیا کوله، وکړې.

هغه وویل، تر هغو چي د اسلامي دولت ډله یا داعش تر سخت فشار لاندي چي د امریکا پوځ پرې را وستی وي، دا ډله د امریکا په خاوره کي حملې نه ‌سي کولای.

د هغه په وینا په افغانستان کي داعش ډېر لېوال دي، چي پر متحدو ایالاتونو حمله وکړي، خو دوی دا مسئله درک کړې چي دا ډله تر هغو چي پرې فشار وي، دا کار نه ‌سي کولای.

هغه زیاته کړه، داعش د افغانستان په ختیځ کي ډېره فعاله ده او پر وړاندې یې پوځي عملیاتو تر اوسه سمه نتیجه نه‌ ده ورکړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...