افغانستان ته د پاکستان صادراتو کي بيرته زیاتوالی راغلی

پاکستاني رسنۍ وایي په جنورۍ میاشت کي افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر سوي دي او د تېر کال د همدې میاشتي په پرتله ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي. په راپور کي راځي چي په دې توګه نو د تېر کلونو په پرتله افغانستان ته د صادراتو په کچه کي ۴۴ سلنه ډېروالی راغلی دی.

په دې وروستیو کي پاکستاني سوداګرو پر خپل حکومت فشار راوړی چي له افغانستان سره خپلي سوداګریزې اړیکي سمي کړي.

ددوی په خبره د کشمکشونو او اړیکو د ترینګلتیا له امله پاکستاني سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی. په همدې لړ کي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امر کړی چي د سوداګرۍ په برخه کي اسانتیا راولي او د تورخم دروازه شپه او ورځ د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...