افغانستان به په نږدې راتلونکي کي د لومړي ځل لپاره د اذربایجان له لاري اروپا ته خپل تجارتي مالونه صادر کړي

د افغانستان د سوداګرۍ د نړیوالي خوني مشر عبد القادر بهمن د ازربایجان خبري رسنیو ته ویلي، دي چي په دې سوداګریځو اموالو کي به قالیني، زعفران، طبي بوټي  او نور مواد شامل وي.

د ازربایجان ټرینډ خبري اژانس ویلي دي چي اروپا ته د افغانستان د صادراتو دا لومړنۍ محموله به د ترکمنستان ،ازربایجان ،ګورجستان او بیا د ترکيې له لاري د ریل او لاریو پواسطه اروپا ته ورسیږي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...