ارګ: جنرال عبدالرشید دوستم به کابل ته له رسیدو وروسته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپل کار ته دوام ورکړي

دغه څرګندوني نن د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري خبریالانو ته کړي دي.

ټاکل سوې ده چي جنرال عبدالرشید دوستم سبا یکشنبه له ترکیې څخه کابل ته راستون سي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند پرون ویلي و، چي د جنرال عبدالرشید دوستم او د ارګ د استازو ترمنځ خبرې پای ته رسېدلي او کابل ته د دوستم د بېرته را ګرځېدو په اړه هم موافقه سوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چي دوستم به د یکشنبې په ورځ کابل ته راستون سي.

ولسمشر غني تېره اونۍ له خبریالانو سره په خبرو کي وویل، چي د عبدالرشید دوستم موضوع حقوقي اړخ لري او هیله یې څرګنده کړه چي عدلي او قضايي ارګانونه په دې اړه معقوله پریکړه وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...