نوموړي یادي څرګندوني د یو ګوند له غړو سره د خپل کار په دفتر کې کړي دي. د اجراییه ریاست د فیسبوک پاڼي له مخي، اجراییه رییس، تمه لري چي راتلونکې ټاکني له درغلیو لري او شفافې ترسره سي او ټینګار یې وکړ، چي حکومت یې ترسره کولو ته پیاوړې اراده لري.
د سرچېنې په وینا عبدالله تېرو ټاکنو او زیانونو ته یې په اشارې وویل، چي هغه مهال شرایط بدل و او د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو لپاره په خپلي پخوانۍ پرېکړي، چي د ټاکنیز کړکېچ په پای کي یې وکړه، پښېمانه نه دی، ځکه چي له دې پرېکړي پرته هېواد د بربادۍ او بې ثباتۍ لور ته د تګ په حال کي و. نوموړي ویلي، سره له دې چي اوس په هېواد کي شرایط د خلکو په خوښه نه دي او حکومت نه دی توانېدلی چي د امنیت د تامین، بېکارۍ له منځه وړلو او نورو ستونزو په کابو کولو کي بریالی سي، خو له دې سره سره ډېر پرمختګونه هم سوي دي.