کنګنا رناوټ غواړي چي د خانانو سره دوستي وکړي

د بالیوډ سینما وتلي اداکاره کنګنا غواړي چي د  خانانو سره کار ته ادامه ورکړي، د یوې سرچني د خبر پر اساس  ویل کیږي چي کنګنا غواړي د سلمان خان او شاروخان سره په ګوډ بوکس کD یو ځاي راسي. داسي خبر  هم خپور سویدی  چي ددي نژدي ملګري امیر خان نوموړي ته ویلي چي که غواړي په بالیوډ کي ځای ونیسي نو په ګوډ بوکس کي يې د شاروخان او سلمان خان سره راتلل اړین دي. ددي څخه مخکي چي کله ریتیک روشن د کنګنا څخه غوښتنه وکړه نو د بالیوډ زیاتره کار کوونکي د موموړي څخه خپه سول او یادې اداکاري پر هنري ژوند يې ډیر منفي اغیر وکړ.اوس کنګنا غواړي چي نه په چا پسي خبری وکي او نه د چا سره جنجال وکي او نه هم غواړي چی په شخړو کي خپل نوم يې نوم یاد سي. د وروستیو ستونزو په هکله   کنګنا داسی وايي، چي د خانانو سره د کار کولو لپاره هیڅ ضرورت نسته او وایې چي ددې په نوي فلم کي بل نوی رول ته اړتیا. کنګنا په دي سمه پوه سوي ده چي د خانانو څخه لیري دا پرمختګ نه سي کولای. دا به وخت ووايې چي د یادي دوستۍ پایله کم ځای ته رسیږي.

x

دا هم وګورئ

کرینا کپور نه غواړي چي عکسونه يې پر ټولنیزو رسنیو خپاره سي

کرینه کپور د تولنیزو رسنیو په هکله ډیر فکر کوي، که څه هم کرینا کپور ...