رسنۍ دي د جګړه یيز ژورناليزم پر ځای د سولي ژورناليزم ته پاملرنه ډېره کړي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار پوهنتون مسئولين د رسنيو د مسئولينو سره په يوه علمي غونډه کي وویل، چي رسنۍ دي د جګړه ييز ژورناليزم پر ځای د سولي ژورناليزم ته ډېره پاملرنه وکړي، تر څو د جګړې ښکېلي خواوو پام د جګړې پر ځای سولي ته راواړوي.

د دغه پوهنتون علمي مرستيال شېر شاه رشاد وايي، چي ځيني رسنۍ د جګړې له پاره پر تبلغاتو پیسې اخلي، خو په اروپايي هيوادونو کي د سولي له پاره رسنۍ جوړېږي، تر څو په خپلو تبلغاتو خلګ سولي ته وهڅوي.

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استادانو او د پاچاخان علمي او څېړنيز مرکز مسئولينو بیا په خپلو څېړنو کي هغه نړيوالي رسنۍ یادي کړې، چي د سولي پر ځای يې د جګړې ډېر تبلغات کړي دي او راپورونه يې خپاره کړي دي.

دغه استادان وايي، چي بايد په خبرونو کي د مرګ ژوبلي پر ځای د سولي کلمات وکارول سي.

دوی وړانديز کوي، چي په ژورناليزم پوهنځي کي دي د سولي ژورناليزم څانګه او يا هم مضمون اضافه کړل سي.

دغه راز په کندهار کي د رسنيو مسولين وايي، چی دوی ډېره هڅه کړې چي د سولي ژوناليزم په برخه کي ډېر کار وکړي او کړی يې هم دئ.

د رسنيو مسولين د سولي لپاره تلغات د راپورونو او خپرونو جوړول خپل مسولیت ګڼي او وايي، د جګړې د زيانو په اړه یې خپروني جوړي کړي، د سولي تبلغات يې کړي او پلان لري، چي نوري خپروني، راپورونه او تبلغات هم وکړي، څو د سولي کلمه عامه سي.

دوی پر محلي رسنيو ږغ کوي، چي بايد ډېر د سولي لپاره کار وکړي.

د کندهار پوهنتون د ژوناليزم پوهنځي، د پاچاخان علمي او څېړنيز مرکز او د رسنيو مسولينو يو څوارلس مادييز پرېکړه ليک هم جوړ کړی دئ، چي د هيواد مطبوعاتي ګروف رئیس صديق الله خليق وړاندي کړ.

هغه په پرېکړه ليک کي وويل، چي د کندهار پوهنتون او رسنۍ د سولي لپاره په ګډه څېړني کوي، د سولي لپاره خپروني جوړول، د متشديدو خپرونو جوړول، تصوير او کلمو خپروول څخه ډډه کول دي د رسنيو مسولیت دئ.

د غونډي ګډونوالو غوښتنه کول چي د سولي لپاره دي علمي مجلسونه ډېر سي او خلک دي عامه تاسیسات هم د سولي په نوم ونومي.

دوی وايي، د پوهنتون او ښوونځيو استادان دي هم د سولي په برخه کي ډېر کار وکړي، څو خلک ځاني او ټولنيزي سولي ته وهڅول سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...