د کندهار اوسېدونکي د ټاکنو د پایلو په اړه اندېښمن دي

رپوټ: محمد یار مجروح
تمه کېده چي په افغانستان کي د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو پایلي به پر وخت اعلان سي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکړی وو چي لومړنۍ پایلي به د میزان په ۲۷ اعلان کړي خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دا کار پر وخت ونه سو.

یاد کمېسیون وايي، د پایلو ځنډ یې د رونتیا په موخه ځنډولی دی.

د کندهار اوسېدونکي د ټاکنو د پایلو په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي چي په ځنډ اعلان به یې هم له جنجالونو خالي نه وي.

عام خلګ د ولسي جرګې د ټاکنو پایلو ته په کتو وايي، که دا ځل هم شفافیت موجود وي پایلي به ډيری نوماندانو ته د منلو وړ نه وي.

بلخوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د لومړنیو پایلو د اعلان د ځنډ مسئله د اندېښنې وړ نده او زیاتوي چي دا ځنډ به یوازي څو ورځي وخت ونیسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشري حوا علم نورستانۍ له رسنیو سره په خبرو کي پر وخت د پایلو د نه اعلان له امله له خلګو د بخښني تر څنګ ویلي چي هڅه يې داده تر څو د پاکو او ناپاکو رایو د بیلولو وروسته ډېر ژر لومړنۍ پایلي اعلان کړي.

دا وايي: (( له چاڼ وروسته به د خلګو پاکي رايي زموږ لاس ته راځي، که دا مساوي وې او یا هم پنځوس جمع یو یې پوره نه وو، طبعآ دوهم دور ته به ځي او که پنځوس جمع یو کوم نوماند پوره کړی لومړنۍ پایلي به د وروستۍ پایلو په معنا وي)).

په ورته وخت کي د ټاکنو د لومړنیو پایلو ځنډ یو شمېر نوماندانو غندلی او دغه کار يې د درغلیو جوړولو ته یې یوه لار بللې ده.

یو شمېر نوماندانو بیا ددې پر ځای چي د کمېسیون د ټاکنو پایلي اعلان کړي د خپلو ټیمونو د بریا اعاوي هم کړي دي.

خو د ټاکنو کمېسیون تر دې وړاندي په وار وار ټینګار کړي چي په خپلو چارو کي بشپړ خپواکه دي او پایلي به په شفاف ډول اعلان کړي.

په افغانستان کي د ولسمشریزو څوکۍ ګټلو لپاره څلورم ځل ټاکني د میزان پر شپږمه ورځ ترسره سوې چي نژدې دوه نیم میلیونو کسانو پکښي برخه درلوده خو داچي پایلي معلومول به یې څومره وخت نیسي او د چا په ګټه اعلانیږي، د خلګو هغه اندېښنې او پوښتني دي چي وخت به یې ځواب کړي.

x

دا هم وګورئ

کندهاري باغداران: که جګړه دوام وکړي د دوی د کلونو کلونو خوارۍ به عبث ولاړي سي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار په کرنيزو ولسواليو کي جګړو د خلګو کرنو ته ډېر ...