تجاران: کندهار ګمرک که د سون توکو موټران ډېر توقف کړي، نو د هرات غوندي پېښه را منځته کېدلای سي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د سون تجاران اندېښنه لري، چي که د ګمرګ مسئولين د سون توکو موټران ډېر توقف کړي، ښايي دلته هم د اسلام قلعه غوندي د اورلګېدني پېښي را منځته سي.

په کندهار د عمومي تېل فروشۍ مشر حاجي ميرويس وایي، چي د اسلام قلع په پېښه کي د کندهار د شاوخوا لسو تجارانو موټران سوځل سوي دي، چي له امله یې لکونه ډالره ورته زيان رسېدلی دئ.

هغه وایي، دلته په کندهار کي هم د باغ پول په ګمرک کي موټران ډېر توقف کيږي، چي د اسلام قلع غوندي د پيښي خطر ورسره تړلی دئ، خو په وينا يې ښايي زيان يې تر اسلام قلع ډېر زيات وي.

د سون توکو نور سوداګر بيا دولت د اسلام قلع د پېښي مسئول ګڼي، ځکه په خبره یې چي دغه موټران مياشتي په ياد ګمرک کي توقف سوي وه، چي له امله یې دغه پېښه رامنځ ته سوه.

دوی وايي، په کندهار کي د تېلو او ګازو د موټرونو له پاره هيڅ معياري ځای نه سته، چي ډېر خطر سته، چي دغه ډول پيښي بیا بیا تکرار سي.

دوی وايي، د باغ پول په ګمرک کي یې د جګړو پر مهال د پطرولو ټانکران په مرمۍ ويشتل سوي خو پر هغه سربېره محصلول ځنډيږي.

د کندهار ښايان بيا اندېښنه لري، چي په ښار کي د ګازو شرکتونه، اجنسياني او د تيلو پمپونه سته، که په دغه کي اورلګېدنه وسي، ښايي ځاني زیانونه هم واړوي، نو بايد چارواکي دغه شرکتونه له ښاره ليري کړي.

x

دا هم وګورئ

کندهاري باغداران: که جګړه دوام وکړي د دوی د کلونو کلونو خوارۍ به عبث ولاړي سي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار په کرنيزو ولسواليو کي جګړو د خلګو کرنو ته ډېر ...