The Breadwinner کارتوني فلم د اسکار جایزې ته کاندید دی

د افغانستان د ښځو او ماشومانو پر ژوند جوړ سوی کارتوني فلم «The Breadwinner» د اسکار جاېزې ته کاندید دی.

د اسکار رسمي وېپ پاڼه وايي، دا فلم مشهوري هنرمندي، انجلینا جولي په افغانستان کي د یوې ماشومي نجلۍ پر ژوند جوړ کړی چي د طالبانو د رژیم د واکمنۍ پر مهال چي پر ښځو سخت بندیزونه لګیدلي و، د هلکانو په جامه کي کار کوي.

دا فلم په امریکا، کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې نندارې ته وړاندې سوی خو په افغانستان کي ښايي کم شمېر خلکو لیدلی وي. د دې کارتوني فلم په وړاندي ځیني نور ډېر په زړه پورې فلمونه لکه «The Boss Baby» او «Coco» هم د اسکار جایزې ته کاندید دي.

د اسکار جاېزې لپاره کاندیدان د جنورۍ په ۲۳مه اعلان سول.

د اسکار جاېزې د وېش مراسم به نن یک شنبه د امریکا د متحدو ایالاتو په کالفورنیا ایالت کې ترسره سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...