ورزش

افغانستان کرکټ بورډ د لس اوريزو ليګ سيالۍ پیلوي

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۱۳۹۸ل نوي کال په پار د «نوروز لس اوریزو» جام سیالۍ ترسره کوي. د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فيسبوکپاڼه خبر خپور کړی چي د نوي کال په مناسبت او د نوي کال لمانځلو په پار به د «نوروز» لس اوريزې سيالۍ پېل کوي. که څه هم افغان لوبډله په يو ورځنۍ او ټيسټ لوبو ...

Read More »

د کرکټ په يو ورځنيو لوبو کي ايرلنډ تیره ورځ افغانستان ته په پنځو ويکټو ماته ورکړه

لوبه افغانستان پيل کړله چي په ٥٠ اوورونو کي يې د ٦ لوبغاړو په سوځیدو سره مقابل ټيم ته د ٢١٧ منډو هدف وټاکه. ايرلنډ وتوانیده دغه مسابقه په ٥ ويکټو وګټي. افغانستان د ٥٠ اووره مسابقو د دې لړۍ لومړۍ ګټلي وه، دوهمه مسابقه د باران له کبله بې نتيجي ته پاته سوه. درېيمه مسابقه ايرلنډ، څلورمه افغانستان او ...

Read More »

د افغان او ایرلنډ لوبډلو د کرکټ ۵مه یو ورځنۍ سیالي سبا ترسره کیږي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي او د اېرلنډ د کرکټ د لوبډلي وروستۍ ۵۰ اوره سیالي به سبا یکشنبه د مارچ په لسمه وي. دا سیالي هم د هند په دهرادون ښار کي کیږي. د پنځوسو اوره کرکټ د سیالیو د رواني لړۍ څلورمه لوبه د افغانستان د کرکټ لوبډلي وګټله. د افغانستان او اېرلنډ لوبډلي به له ...

Read More »

ایرلینډ کرکټ لوبډلي په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کي افغانستان ته ماته ورکړل

لوبه افغان لوبغاړو پیل کړه چي په پنځوسو اوورونو کي یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۶ منډي جوړي کړې. نجیب ځدران په ۹۸ توپونو ۱۰۴ منډې او کپټان اصغر افغان په ۱۰۹ توپونو ۷۵ منډي جوړي کړي. ایرلنډ ټاکلي هدف ته په ۴۹ اوورونو کي او د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ځان ورساوه. افغانستان په دې لړۍ کي له ...

Read More »

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټيمونه د سې شنبي په ورځ دریمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د دوی لوبه د غرمي په شاوخوا ۱۲ بجو باندي د هند د دهرادون ښار په راجیف ګاندي سټډیوم کي پيلیږي. افغانستان له ایرلنډ سره د پنځو یو ورځنیو لوبو په دوو لومړیو کي یوه ګټلي او یوه د باران په سبب له نتیجي پرته پای ته رسیدلي. تمه ده دا دوه ټیمونه په سبانۍ لوبي سربېره راتلونکي جمعه او ...

Read More »

افغانستان د ایرلنډ له لوبډلي څخه د کرکټ دریمه شل اوورېزه لوبه هم د ۳۲ منډو په توپیر وګټله

دغه لوبه چي د هند په دهرادون ښار کي وسوه، پکښي د افغانستان ورو توپ اچوونکي راشد خان په درېیو توپونو د ایرلنډ درې لوبغاړي وسوځول. محمد نبي هم ښه وځلېد او ۸۱ منډې یې جوړې کړې. افغانستان به له ایرلنډ سره د لوبو په لړۍ کي درې شل اوورېزې لوبې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه کوي. د ...

Read More »

د کندهار باسکیټبال فدراسیون له خوا درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

راپور: اسدالله نوري په کندهار کي د باسکیټبال فدراسیون او افغان معلولینو په ګډه همکاري د داغه ولایت هغو ځوانانو ته چي اوس مهال باسکیټبال کوي، درې ورځنی ورکشاپ یا تمریناتي کېمپ پیل کړ. د کندهار باسکیټبال فدراسیون مسئول (عبدالله مینه وال) وايي: چي دغو لوبغاړو ته به د (احمد پوپل) په نامه استاد د باسکيټبال د قانون زده کړه ...

Read More »

په کندهار کي په لومړي ځل د دوو لیسو تر مینځ د تکواندو سیالۍ جوړي سوې

راپور: اسدالله  په کندهار کي د تکواندو فدراسیون له خوا د سید جمال الدین افغان او شهید عبدالاحد خان کرزي لېسو د زده کوونکو تر مینځ د تکواندو سیالۍ جوړي سوې، چي اول مقام سید جمال الدین افغان عالي لېسې وګټی. د سید جمال الدین افغان لېسې زده کوونکي د لمر تکواندو کلب او د شهید عبدالاحد خان کرزي لېسې ...

Read More »

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي درې نړیوال ريکارډونه جوړ کړل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د فبرورۍ په ۲۳مه له ایرلنډ سره د شل اووره کرکټ دوهمه نړیواله لوبه وګټله. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل، فرید هوتک په‌دې اړه وویل: “افغانستان د ایرلنډ په وړاندي به دوهمه شل اووره لوبه کي درې نړیوال ریکارډونه مات کړل او درې نړیوال ریکارډونه یې جوړل کړل، هغه دا ...

Read More »

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه تر سره کیږي

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک وايي، چي “د افغانستان کرکټ ټیم د ایرلنډ په وړاندي لومړۍ لوبه د شل اورونو کوي، د دې سفر په لړ کي به افغانستان له ایرلنډ سره درې شل اورېزې، پنځه پنځوس اورېزې او یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي.” د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبو لپاره وار له مخه ...

Read More »