ککړ چاپيريال هر کال ۱.۷ ميليونه ماشومان وژني

ژباړه: فضل الدين احسان

د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) په يو راپور کې ښودلې ده چې هر کال د چاپيريال ککړتيا د ۱.۷ميلونو هغو ماشومانو ژوند اخلي چې عمرونه يې د پنځو کلونو څخه کم وي. ددې په سببونو کې ناپاکې اوبه ، د نظافت او پاکوالي نشتوالي، نظافت نه مراعتول او په کور کې او د کور د باندې ککړتياوې او همدارنګه د ټپي کيدنې شامليږي. د پنځه يا د پنځه کلنۍ څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو هغه نوې شميره چې په يوه مياشت کې د ککړتيا پواسطه اغيزمن شوي، ښيي چې د نړۍ د ماشومانو له څلورو يوه برخه مړينې د چاپيريالي ککړتيا له کبله رامنځ ته کيږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان نوي راپور ښيي چې د ماشومانو د مړينې عمومي اسباب، هغه ناروغۍ دي چې پخوا هم په ماشومانو کې موجودې وي ، د کنټرول وړ وي او همدارنګه وګړي يې زيات اغيزمن کړي .

په دې ناروغيو کې نس ناستي يا اسهال، ملاريا، سينه بغل او ځنيې نورې يادې وشي چې د درملو ، د ماشو لپاره د پشه خانې په کارولو، پاکو اوبو ته په لاس رسي او د سون لپاره د بې ضرره موادو په تر لاسه کولو کنټروليداي شي او له منځه ځي.
له همدې کبله خو ککړ چاپيريال د ماشومانو لپاره وژونکي چاپيريال بلل کيږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مشر ډاکټر مارګريټ چن ويلي دي چې د کور دننه او د کور د باندې هوا ککړونکي لکه لوګي، دودونه، ګردونه او د سيګرټو دويم لاس دود د کوچنيو ماشومانو روغتيا د خطر سره مخ کوي او په ماشومتوب کې د سينه بغل خطر زياتوي او همدارنګه دوامداره تنفسي ناروغۍ لکه تنفس تنګي خطر د ژوند په اوږدو کې زياتوي.

پر دې سربيره څيړنو هم ښودلې ده چې د هوا ککړتيا په وګړو کې د سرطان، د زړه ناروغيو او مغزي سکتې سبب کيږي.

د نړۍ ۹۰ سلنې څخه زيات وګړي د روغتيا د نړيوال سازمان د معيار په اساس ککړه هوا تنفس کوي.

په دغه راپور کې هغه لارې چارې ښودل شوې دي چې دکومو لارو په واسطه د د هوا د ککړتيا له کبله رامنځ ته شوي ګواښونه کنټروليږي او د مړينو مخه نيسي.

تر ټولو مهم سپارښتنه پاکو اوبو ته د وګړو لاس رسۍ دي چې په ګڼو سيمو کې نه شته. که چيرې خلک پاکو اوبو ته لاس رسۍ ولري پر انساني روغتيا د ککړ چاپيريال ناوړه اغيزې تر ډيره کميږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د عمومي روغتيا د څانګې مشره ډاکټره ماريا نيريا وايي، چې يو ککړ چاپيريال زمونږه د ماشومانو د روغتيا لپاره شديد ګواښ دي. د راپور له مخې د بريښنايي او الکټرونيکي ضايعاتو زياتوالى هم يو ډول مشکل دي. که چيرې په صحيح ډول سره اداره نشي نو ددې امکان شته چې ماشومان د زهرو د خطر سره مخ کړي کوم چې د دوئ په ځيرکتيا اغيز کوي. د فکري ګډوډئ، د سږو زيانمنيدو او د سږو د سرطان سبب کيږي او همدارنګه د نړۍ د اقليم د بدلون ګواښ زياتوي.

راپورونه وايي چې په نړيواله کچه د يوه اټکل له مخې په ماشومانو کې ۴۴ سلنه تنفس تنګي ناروغۍ په چاپيريال ګواښونو پورې اړه لري. نوي راپورونه اوس په دي غور کوي چې په کوچنيو ماشومانو کې د ناروغيو د کنتړول لپاره داسي لاري پيدا کړي چې ترڅو د ګواښونو او مړينې کچه کمه شي.

دغه لارې عبارت دي له د هوا د ککړتيا کمول ، پاکو اوبو ته لاس رسي زياتول، خونديتوب ، له لوګي څخه د حامله دارو ميرمنو ساتل او داسې خوندي چاپيريال رامنځ ته کول چې ټپي کيدنه کمه شي.
د کور دننه او د باندې هوا ککړونکي د ماشومانو په روغتيا او وده باندې مهمه اغيزه لري. دغه مشکل يوازې په ککړو ښارونو کې نه دي بلکې د اطرافو هغو غريبو کورنيو کې يې اغيزه ډيره وي چې د پخلي په نتيجه کې ناسم د سوزن مواد سوزوي او په ډيره اندازه کاربن ډاي اکسايډ هوا ته استوي.

په لندن کې د چاپيريالي نظافت سره د تړلي طبابت د پوهنتون استاد جاي لاون چې د ميندو او ماشوم د روغتيا د برخې استاد دي وايي، پاکې اوبه په شتمنو هيوادونو کې استعماليږي او هغه ماشومان چې په ډير ګرم اقليم لرونکي ساحو کې ژوند کوي د ساري ناروغيو د لوي خطر سره مخ کيږي.

پروفيسر لاون سربير پردې وايي چې د هوا ککړتيا يوازې د ماشومانو د مړينې سبب نه ده. بايد په دي هم پوه يوو چې د ککړو اوبو او ککړې هوا دواړو پواسطه په ګڼ شمير کې ماشومان د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې مري.

ددې لپاره چې د سينه بغل د ناروغۍ پواسطه مړينه کمه شي نو پکار ده چې د سينه بغل ضد واکسين او انټي بيوټيک استعمال شي، د ملاريا څخه د ساتنې لپاره د ملاريا ضد درمل او د غوماشو ضد جالۍ استعمال شي يعنې دا يوازې نه ده چې ککړتيا د ماشومانو د مړينې عامل دي بلکې نور فکټورونه هم وجود لري.

په دي راپور کې د حل په زړه پورې لارې ذکر شوې دي چې د کورونو څخه د خځندو ، پوپنکو او افتونو له مينځه وړل، د سيمابو رنګمالي له مينځه وړل، د د خونديتوب اقدامات زياتول ، په مکاتبوکې ښه تغذيه، په ښارونو کې ښه پلان پلي کول چې ترڅو په ښارونو کې شنې ساحې زياتې شي او همدارنګه د فابريکو پواسطه د فابريکو د ضايعاتو اداره کول يې مهمې لارې دي .

په راپور کې ويل شوي چې پر فصلونو دې د افت وژونکو درملو کارول کم شي. ماشومانو څخه دې په بزګرۍ کې کار نه اخيستل کيږي او همدارنګه ګڼ نور اقدامات بايد ترسره شي څو د ککړ چاپيريال له کبله د ماشومانو مړينه کمه شي.

دغه راپور مشخصه کړې ده چې په نړۍ کې د چاپيريال ککړونکي د ماشومانو په صحت او روغتيا باندې څنګه او څومره اغيزه کوي.

جان هالوي چې په ( Southampton) پوهنتون کې د الرژي او تنفسي جنيټک پروفيسر دې او په اوس وخت کې يې نوې راپور ( د ژوند په اوږدو کې د هوا د ککړتيا اغيزې ) د عنوان لاندې نشر کړي ده، ويلي دي چې مونږ بايد په ياد ولرو چې د ککړتيا شديدې اغيزې يواځې د ماشومانو په روغتيا باندې نه دي کوم چې په راپور کې ذکر شوي دي بلکې مونږ بايد ددې په اړه دلچسپي ولرو او پوه شو چې دا ککړتيا له ماشومتوبه تر زړښته بشري ژوند په ارام نه پريږدي.

هولووې همدارنګه ويلي دي چې دغه موضوع يوازې د مخ پر ودې هيوادونو د اندېښنې وړ مسله نه ده، بلکې په پرمختللو هيوادونو لکه بريتانيا کې هم ککړه هوا، د سيګرټو دويم لاس لوګي او نور ګواښونه د ماشومان روغتيا زيانمنوي.

همدارنګه د روغتيا نړيوالې ادارې يا WHO هم ويلي دي چې ددغو مشکلاتو د حل لپاره دې بايد جدي اقدام وشي او هم يې ويلي دي چې مسولين او وګړي بايد ددغې موضوع په اړه جدي عمل وکړي او د اوږد مهالو حل لارو په اړه يې بايد فکر او غور وکړي. څو د راتلونکو نسلونو ژوند خوندي وي. موږ ټول دا مسوليت لرو چې د چاپيريال ککړتيا راکمه کړو.

x

دا هم وګورئ

د شاتو مهمي ګټي

لیکنه: ایمل مړوند پوستکی ښایسته کوي روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړلو عادت جوړول، د ...