په کندهار کي سږ کال غنمو ښه حاصل ورکړی خو خلګ ئې پاکستان ته د قاچاق بېره لري

رپوټ: مهتمم صالح

څه وخت مخکي په کندهار کي د نورو خوراکي توکو تر څنګ د غنمو بيي هم ډېري لوړي سوې، چي خلګو ئې د رانيولو وس نه درلودی.

خو اوس په دغه ولايت کي د غنمو د لو او ترېشل کولو وخت دئ، چي خلګ هيله لري، چي د غنمو بيي به ور سره کښته سي.

کروندګر هم وايي، سږکال د غنمو حاصلات ښه دي، ځکه کال اباد وو او د غنمو کښتونو وږي ډکي کړي دي.

دوی وايي، که يې د پاکستان څخه د قاچاق مخه ونيول سي، د کندهار غنم په ټول کال کي د کندهار له پاره بسنه کوي.

دوی هيله لري، چي دولت پاکستان ته د غنمو د قاچاق مخه ونيسي.

د کندهار د کرهڼي رئيس حافظ الله سيدي هم وايي، سږ په ټول کندهار کي پر ۶۷ زره هکټاره مځکه باندي غنم کرل سوي دي، چي تر دوه لکه ټنه زيات غنم به وکړي.

هغه وايي، دوی سږکال اتلس زره کروندګرو ته اصلاح سوي تخمونه او کېمياوي سري ورکړي دي.

سيدي وايي، سږ کال غنم ښه وه، خو په لږه اندازه محلي غنمو د سرخي مرض کړی وو.

سيدي زياتوي، د غنمو د قاچاق په اړه تر اوسه کوم رسمي څه نسته، د پسونو د قاچاق په اړه معلومات لري، چي دوی په دغه برخه کي د امنيتي په خاص ډول سرحدي ځواکونو څخه مرسته غوښتې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...