عبدالحنان منیب د کندهار ولایت مرستیال والي

په کندهار کي د زده کوونکو څخه د ازموینو اخیستلو لړۍ پیل سوه

د پوهني ریاست مسولین وايي، چي دغه څلور نیم میاشتنۍ ازمویني به په شفاف ډول په ټولو ښوونځيو کي تر سره سي.

د کندهار مرستیال والي او د پوهني رئیس وایي، هڅه کوي چي په ښوونځیو کي د زده کوونکو ستونزي د امکان تر حده حل کړي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د ازموینو د پیل پر مهال وویل، هڅه کوي چي د زده کوونکو ستونزي امکاناتو ته په کتو له منځه یوسي او د زده کړي لپاره یو ښه چاپیریال ورته برابر کړي.

هغه وایي، د پوهني ریاست سره په ګډه او د ډونرانو په مرسته به د پوهني په بهیر کي لا هم ښه والی راولي.

پر همدي مهال د کندهار د پوهني رئيس عبدالقادر پیوستون وايي، چي له ازمویني څخه په ښه ډول نظارت کوي تر څو په پوره شفاف ډول تر سره سي.

هغه وايي، که څه هم اوس تر دوه سوه زیات ښوونځي تعمیر نه لري خو له لږو امکاناتو څخه ډير کار اخلي تر څو زده کوونکي له زده کړو څخه بي برخي نه سي.

دی وايي، په تیرو شپږو میاشتي کي یې ډيري لاسته راوړني لرلي دي، لسګونه ښوونځي ترمیم سوي، زرګونه زده کوونکو نوي په ښوونځیو کي شامل سوي او دغه راز د پوهني کیفیت لوړ سوی.

په کندهار کې تير کال دوه لکه اویا زره زده کوونکو په ازموینو کي ګډون کړی وو خو سږ کال د زده کوونکو شمېر درې لکه شل زره ته لوړ سوی دی، چي له جملې څخه یې پنځه اتیا زره ښځينه زده کوونکي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...