په پاکستان کي افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال:  ولسمشر ته مي د ځان پر ځای د بل وړ کس د ګمارلو وړاندیز کړی

په اسلام اباد کي د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ته یې مکتوبي وړاندیز کړی چي پر ځای یې بل وړ کس د پاکستان لپاره خپل سفیر وټاکي.

زاخېلوال نن دوشنبه پر ټوېټر لیکلي چي، د هغه د استعفا په اړه خپاره سوي خبرونه سم نه دي او د نوي سفیر تر ورتګه به خپل کار ته دوام وکړي.

هغه په بل ټوېټ کي لیکلي چي له کاره د لېرې کېدو پرېکړه يې د دې لپاره کړې چي یوازي د دوو کلونو لپاره یې په اسلام اباد کي د سفیر په توګه د کار کولو ژمنه کړې وه او هغه موده بشپړه سوې ده.

زاخېلوال د ځان په سپیناوي کي لیکلي، ولسمشر ته یې څرګنده کړې چي په اسلام اباد کي له سفارته د لېري کېدو په بدل کي د بل مقام تمه نه لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...