په فیسبوک کي د یوه ځوان د یوې پیغلي څخه ځان د پیژندني غوښتنه

لیکنه:  احمد جنید مبارز

یوه بي باکه ځوان د بې ځایه او ناوړه مقصد لپاره یوې پيغلي ته ولیکل: ممکنه ده چي سره وپیژنو؟

پیغلي ولیکل: ولي نه؛ باید خامخا ته پوه سي چي زه څوک یم.

زه هغه حوا یم چي ستا د پوښتي څخه ددې لپاره پیدا سوي یم چي ازار مي نه کړي او دا هم هیر نه کړي چي ستا د جسم او بدن یوه ټوټه یم  زه هغه څوک یم چي الله جل جلاله هغه وخت تاته په تحفه او هدیه کښي درکړم چي ته په جنت کي دیغ او تنها وي او کله چي د جنت څخه راووتلي بیا هم یوازي وي او ژړل دي

په داسي چا پسي ګرځیدي چي ستا تنهایۍ او یوازي والۍ درڅخه لیري کړي. زه ستا مور، ستا خور، ستا لور، او ستا هغه مېرمن یم چي ستا کور در ساتي. زه سورة النساء، سورة المجادله، سورة النور، سورة الطلاق او سورة المریم یم. زه هغه څوک یم که ستا مور سوم ستا جنت زما تر پښو لاندي دی. زه هغه څوک یم چي الله جل جلاله ماته په میراث کي ستا د حِصې نیمه حِصه راکړې ده، دا په دې سبب نه چي زما سپکاوی پکښي وي بلکي په دي سبب چي زما ټوله خرڅ او مصرف یې پر تا ایښی دی.

زه هغه څوک یم چي حبیب صلی الله علیه وسلم تاسي ته زما سره د ښې ګذارې وصیت کړی دی. زه هغه څوک یم، که مي ښه او صالح اعمال کاوه، د الله جل جلاله پر لار برابره وم، تر زرو نا صالحه نارینه وو ښه او بهتره یم؛ که ته د هغو کسانو څخه یې چي په لهوه او عبثو کارونو پسي ګرځي نو د لهوه او عبث او فاحشي ایډي یا صفحې ته ولاړ سه. زه او ماغوندي نوري ښځي فیسبوک ته ددې لپاره راغلي یو چي خلګ سمي لاري ته را وبولو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او فضائل نشر کړو او تاغوندي ځوانانو ته ادب ور وښيوو.

محــترمه ! اوس نو ته راته ووایه چي ته څوک یې؟ ځوان یې په جواب کي دغه لاندنۍ دوې جملې ولیکلې : زه و الله جل جلاله ته توبه کوونکۍ، پر ګناهونو پښېمانوونکۍ یم او هغه مور دي نېکمرغه وي چي تا غوندي لور وروزي او تربیه یې کړي.

 

x

دا هم وګورئ

د خاوري او هوا ککړتیا

لیکنه: پوهنوال انجينر شاه محمود”بری”   دخاوري ککړتيا ديو شمېر بشري فعاليتونو د مځکنيو سرچينو ...