فرحان یوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ نوی رئیس وټاکل سو

فرحان یوسفزی د افغانستان ولسمشر او د کرکټ بورډ اعلی سرپرست محمد اشرف غني له خوا د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نوي عمومي مشر او د کرکټ بورډ د غړي په توګه د پخواني رئیس عزیزالله فضلي پر ځای وټاکل سو.
فرحان یوسفزی د پروفیسر محمد نبي یوسفزي زوی دئ، چي په ۱۳۶۲ل کال کي پيدا سوی دئ، چي لوړي زده کړي یې په ۱۳۸۷ کال کي د امریکا په هلټ بوسټن پوهنتون د Hult International Business School  او بیا یې په داغه پوهنتون کي په ۱۳۹۷ل کال کي په سوداګرۍ او رهبرۍ کي ماسټري کړې ده.
د یادوني وړ ده، چي د ډيرو کرکټ پوهانو په نظر پخواني رئیس عزیزالله فضلي په افغان ملي لوبډله کي زیات مثبت تغیرات راوستل او د ډیرو په نظر میراثي کرکټران ئې د ملي لوبډلي څخه ایسته کړل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...