د کندهار په دهله کي ملي پارک جوړېږي

رپوټ: خالد همت

په کندهار کي د دهلې بند شاوخوا سیمي ځانګړي طبعي ښکلاوي لري، چي ډېر خلګ د ځانګړو مېلو له پاره د دغه بند ښکلا وو ته ځي.

نن په کندهار ولایت مقام کي د دهلې د بند شاوخوا سیمو د ځنګلونو او نورو حیوانانو ساتلو له پاره ځانګړی پرګرام جوړ سوی وو، چي په دغه پروګرام کي د چاپېریال ساتني ملي ادارې رئیس شاه زمان میوندي و ویل، نور به د دهلې د بند ځنګلونو، مرغانو او نورو حیوانانو په ښه ډول ساتنه کېږي.

میوندي زیاته کړه، طبعي ځایونه دوی ته ځانګړی ارزښت لري او پوره ساتنه به یې کوي.

د کندهار والي حیات الله حیات خوشحاله دئ، چي د دهلې بند د ځنګلونو او نورو حیوانانو ساتنه د چاپېریال ساتني ملي ادارې له خوا کېږي، ځکه له دې سره به د دغه ولایت ښکلا نوره هم زیاته سي.

حیات وایي، د ټولو هیوادوالو دا مسئولیت دئ، چي د چاپېریال ساتنه وکړي، ځکه کله چي په یوه سیمه کي چاپېریال پاک وساتل سي، هلته پاکه هوا وي او ترڅنګ یې ناروغۍ هم کمېږي.

بل خوا د دهلې د سیمي قومي مشران هم خوشحاله دي او وایي چي د دهلې د بند شاوخوا د ځنګلونو او نورو حیوانانو ساتنه دي ژر تر ژره وسي.

دوی غوښتنه وکړه چي په دغه ولایت کي نوري داسي سیمي هم سته، چي هغه ښکلي طبعي ښکلاوي لري، نو باید ساتنه یې وسي.

د کندهار د چاپېریال ساتني رئیس امان الدین حمیدي وایي، په دغه ولایت کي نوري سیمي هم په پلان کي لري، چي د هغوی د ځنګلونواو نورو حیوانانو ساتنه به هم ډېر ژر وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...