رپوټ: مهتمم صالح
د سلواغې د مياشتي ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي د سره پوځ د وتلو ورځ ده.
کندهار ښاريان وايي، که چيري د روسانو له وتلو سره سم نړيوالو له افغانستان سره مرستي کړي وايي، ښايي رواني ناخوالي له منځه تللي وايي.
دوی وايي، وروسته له هغه چي د شوروي سور پوځ له افغانستان څخه ووتئ، نړيوالو له افغانستان څخه لاس واخيستي، چي بیا هيواد د اقتصادي بحران سره مخ سو او د افغانستان دوښمنان په دغه ډول خلګ استعمال کړل.
دوی زياتوي، خوشحاله دئ، چي اوس له طالبانو سره د سولي موافقه کيږي او د اوو ورځو له پاره تشدد کميږي، خو بايد د دايمي سولي له پاره پلان جوړ کړل سي او ژر عملي سی.
د دوی په خبره، افغانان تل د پرديو جګړو قربان سوي دي بايد پر دې کار وسي، چي افغانان او افغان خاوره د جنګ مرکز ونه ټاکل سي.
د ښاريانو په خبره، وروسته له هغه چي په هيواد کي اقتصادي ستونزي ډېري سوې د خلکو تر منځ بې اتفاقي راغله او جنګونو زور واخستی. دوی وايي، د جنګ ښکېل اړخونه افغانان دي بايد يو له بله په غيږ کي ونيسی، څو په هيواد کي ورور وژني بس سي.