د کندهار منتخبي لوبډلي له پاره له لسګونو لوبغاړو څخه د کرکیټ ازموینه واخيستل سوه

رپوټ: محمدیار مجروح

ولایتي مسئولین وايي، له دې لاري غواړي نوي استعدادونه پيدا کړي او په ښه ډول یې وروزي.

د کندهار د ولایتي منتخبي لوبډلي له پاره دغه ازموینه له هغو ځوان لوبغاړو څخه واخيستل سوه، چي تر اوسه د زون په کچه او همدارنګه په فرسټ کلاس لوبو کي نه دي لوبېدلي.

د بوست زون د کرکیټ أمر مسعود رحماني وايي، په لومړي پړاو ازموینه کي به تر دېرش اضافه لوبغاړي غوره کړي.

دده په خبره په دوهم پړاو کي به له فزیکل ټیسټ ازمویني وروسته به د لوبغاړو له پاره کمپ جوړيږي او وروسته به د کندهار له پاره ۱۵ کسیزه لوبډله جوړه کړي، تر څو  د هیواد په کچه په راتلونکو چلېنج کپ دوهم پړاو سیالیو کي برخه واخلي.

په کندهار کي د کرکیټ  لوبغاړي د انتخاب له پروسې څخه شکایت کوي او زیاتوي چي ډېری وخت په لوبډله کي د نورو ولایتونو لوبغاړو ته چانس ورکول کیږي.

خو د کرکیټ بورډ مسئولین وايي، دا ځل به د لوبغاړو د انتخاب پروسه شفافه وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...