د کندهار بای پاس سړک د جوړېدو کار پیل سو

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار په دريمه ناحيه کي د بای پاس سړک د تيرو شاوخوا اتلس کلنو څخه کنډ او کپر پروت وو، چي اوس يې د نړيوال بانک په مالي لګښت د جوړېدو چاري پیل سوې.

د کندهار والي حيات الله حيات وایي، ياد سړک به د اوو مياشتو په جريان جوړ سي، چي ټول لګښت يې ۴۵،۳ درې ميليونه افغانۍ دئ.

هغه دغه سړک ۱.۲ کليو متره په اوږدوالی او لس متره بر لري، چي په اساسي شکل به جوړ سي.

د کندهار د ولايتي شورا رئیس حاجي سيد جان خاکرېزوال وايي، چي دغه سړک خلکو ته ډېري ستونزي جوړي کړي دي، خلکو ته يې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

هغه وايي، ولايتي شورا د ياد سړک څخه نظارت کوي، که په اساسي شکل ونه رغول سي، دوی يې په قراردادي شرکت بیا رغوي.

دغه راز د کندهار ښاروال محمد رفيع حيات وايي، د خلکو په همکاري دغه سړک په اساسي شکل جوړيږي.

هغه د خلکو د حوصلې څخه مننه وکړي، او ويې ویل، چي د بای پاس د سړک جوړېدو ته يې کړې وه.

حيات وايي، د ښار نور سړکونه په خاص ‌ډول د کابل دروازې او دوراهي تر منځ د سړک چاري به هم ژر پیل سي.

د بای پاس د سيمي اوسېدونکي هم خوښ دي، چي د ياد سړک د جوړېدو چاري پيل سوې.

دوی وايي، په سيمه کي ډېر ترانزيټي موټرونه چي د هرات يا کابل څخه راتلل چپه کېدل او د دې تر څنګ د سړک د دوړو او غبار څخه د سيمي ډېر کسان په تنفوسي ناروغيو اخته سوي دي.

دوی وايي، که دا ځل هم د سړک د جوړېدو چاري ټکنۍ سي، دوی سړک د تګ راتګ پر مخ تړي.

د بای پاس پر کليو متر سړک د هيواد د ډيرو ولایتونو ترانزیټي موټرونه تګ راتګ کوي، چي ډېر اقتصادي ارزښت هم لري.

خو د سيمي د اوسېدونکو په وينا پر ياد سړک د مياشتي په اوسط ډول لس لوی بار وړونکي موټرونه چپه کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...