د هند د صدر اعظم د ملي امنيت سلاکار افغان چارواکو سره ليدلي دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم د ملي امنيت سلاکار اجيت دووال پرون دوشنبه په کابل کي سره وکتل.

د ارګ مطبوعاتي دفتر پر ټوېټر ليکلي چي دواړو خواوو د سيمه ييزي سولي او امنيت لپاره د هغو فرصتونو ستاينه کړې، چي د افغانستان په ګډون د ټولي جنوبي اسيا لپاره د امريکا دجمهور رئيس له نوي ستراتېژۍ سره رامنځ ته شوي دي.

د امريکا جمهور رئيس په اګست کي د نوي ستراتېژۍ د اعلان په وينا کي پر هند ږغ وکړ، چي د افغانستان د ثبات لپاره خپلي اقتصادي مرستي او د پانګوني پروژې زياتي کړي. د هند د صدراعظم د ملي امنيت سلاکارپرون په کابل کي د ملي وحدت حکومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او يو شمېر پوځي چارواکو سره هم خبري کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...